پا کستان له خپل دوه مخي سیاست څخه لاس نه اخلې
رحمت اله  روان رحمت اله روان

د پاكستان د پوځ یوه وياند( اطهر عباس) له سي ان ان تلويزيون سره په مركه كې ددې اعتراف په ترڅ كې چې د افغانستان ددولت له مخالفو مشرانو سره اړيكې لري او وایی پاکستان ددی امکان لری که چیری وغواړی ملا محمد عمر، ګلبدین حکمت یار اوسراج الدین حقانی دامریکایانو سره دخبرو په خاطر دمذاکری میز ته حاضر کړی دا یوازی داطهرعباس خبری نه دی بلکی داد دپاکستان هغه دوه مخی سیاست دی چه همیشه یی دپاکستان دبقا په خاطر استعما ل کړی ده اوس غواړی د امريكا څخه د هند په مقابل كې  امتياز اوباج واخلی داچه پاکستانی فوڅ په خپل ټول توان او طاقت ونشوای کولای دطالبانو په مقابل کی وجنګیږی کوم چه دوی په خپله جوړ کړی دې اوس دی ته خپله حاضر شول اواعتراف کوی چه طالبان اوګلبدین زمونږ تر مستقیم تاثیر لاندی دی او وایی چی پاكستان دې ته چمتو دى چې د امريكا او ملاعمر او نورو ترمنځ منځګړيتوب وكړي

.ددهشت ګردی اوتروریزم سره دمبارزه تر عنوان لا ندی داده پاکستانی کرنیلانو وروستی چال نه ده بلکی دوی په افغانستان کی دجهاد په نامه دا دیرش کاله امریکایانو،انګریزانو،عربی شیخانواوددونیا ټولو امپریالیستی افغان دښمنو ملکونو ته بازی ورکړی ده اوهرڅه دافغان ولس دجهاد تر نامه لا ندی په خپلو جیبو کی تخته کړی دې،یوازی جنګ او وژنه يی دافغانانو لپاره غوښتی ده ..

په افغانستان کی د۱۳۵۲ ه ش کال څخه تر ۱۳۷۱ه ش دشهید داکتر نجیب اله درژیم ترسقوط پوری ټولو بادرده اووطن دوسته افغانانو د پاکستان دښکاره لاس وهنی اومداخلی څخه دافغانستان په داخلی چارو کی پرده پورته کړی ده اوپه هره جلسه او میتینګ کی يي په لوړ اواز ټول جهان ته ویلی دي چه پاکستان ددهشت ګرو اوبنسټ پالو

ګروپونو دروزلو عمده مرکزدي اودا مرکز به سبا وټولی نړی ته ستر ګواښ وی ،ولی په مقابل کی یوازی او یوازی پاکستانی کرنیلان ؤ چه ویل په يي په افغانستان کی اسلام په خطر کی ده اوپه افغانستان کی یی جنګ اوجګړی ته لمن وهله او امریکا هم دپاکستان سره یو څای په دی خاطر چه دویتنام انتفام له افغانانو څخه واخلی دپاکستان په مشوره اوغوښتنه د ترورستی بانډونو اوګروپونو په تعلیم اوتربیه  د پاکستان په خاوره کی لاس پوری کړی، داسی افراد اواشخاص یی وروزل اوپه عصری وسلو یی مجهزکړل چه تر نن ورڅی پوری وپاکستان ،امریکی او ټولی نړی ته دسر خوږ دې او نن ددوی دشمنان ګرڅید لی دی او دهغوی څخه ځان خلا صول ورته ډیر ګران تمامیږي

دا د پاكستان د يوه جګپوړي بر حال پوځي لخوا د افغانستان په چارو كې د وسله والې لاسوهنې ترهغه وروسته کوم چه دامریکا ولسمشر باراک اوباما دافغانستان اوپاکستان لپاره نوی سترا تیژی اعلان کړه لومړنى برالا اعتراف دى چې اوس يې هغوى پټول لازم نه ګڼي او غواړي چې د هند په وړاندې له امريكا څخه يو بل امتياز هم پرې واخلي. داطهرعباس دغه څرګنده ونی دښاغلی زرداری دهغو څرګنده ونوسره دڅمکی اواسمان په شان فرق لری کوم چه دپاکستان ولسمشر څوورڅی وړاندی دبریتا نیا له تیلګراف سره په مرکه کړې دی

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري څو ورڅی مخکی ويلي دی: چې په هیواد کې يې اورپکي د هند په پرتله پاکستان ته ډېر خطرناک دي، چې له منځه وړل يې د پوځ وجيبه ده .

زرداري د برتانيا له تيليګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دی چې له وسله والو او سخت دريځو اسلام پالو سره په مبارزه کې امريکا د پاکستان ملاتړې ده .

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه و کړې، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان ٢٦ پوځيان د يوې الوتکې د راولیدو له امله ووژل شول .

د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې د زرداري هغه غوښتنه منلې، چې له ګاونډي هیواد هند سره دې په اړيکو کی په سياست کې بدلون راشي .

که څه هم پاکستان له هند سره اړيکي ښه کول غواړي، چې دا ښکاره ده چې د دغو دواړو ګاونډيو هیوادونو د دښمني داسې رپوټونه هم شته، چې پاکستانی پوځ او زرداري دې هوکړې ته رسیدلی دی، چې په هیواد کې له وسله واله سخت دريځو اسلام پالو سره، چې د هیواد په هرګوټ کې بريدونه کوي، د سياست لاره بدله کړي .

زرداري وايي چې : (( فکر نه کوم چې په پاکستانۍ اداره کې دې کوم څوک د دوی ملاتړ وکړي)) هدف پنسټ پال ګروپونه او تنظیمونه دي

((پوځي عمليات مو د هر ياغي پروړاندې، که هغه په کراچۍ يا لاهور او يا د پاکستان په کومه بله سيمه کې وي، دوام لري)) .

نوموړي ويلي دی: چې پاکستان کې ترهګري ستره ستونزه او د دغه هیواد لپاره لوی سرخوږی دی همداراز .

د ښاغلی زرداري دغه راز څرګنده ونی د پاکستان د پوځ لوی درستيځ جنرال اشفق کياني هم تاید کړلی نوموړی هم ویلی دی چې : پاکستان کې د ننه عناصر (ياغي طالبان) تر بهرني ګواښ ډېر خطرناک دي .

زرداري که څه هم د افغانستان موضوع (محرمه) ياده کړې، خو ويلي يې دي چې نه غواړي د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي

زرداري داهم ویلی دی په افغانستان کې چې امريکا هر څه کوي، خپل کار يې دی، او افغانستان يو خپلواک دولت لري په پاکستان کی کورنی شخړی زرداری دی ته اړ ایستلی دی چی نور په افغانستان کی له مداخلی او لاس وهنی څخه لاس واخلی ولی بیاهم دزرداری اواطهر عباس تر منڅ دنظر اختلاف دا اندیښنه را پیداکوی چه بیاهم دپاکستان کرنیلان دخپل حکومت سره په یوه نظر نه دی دپاکستان نظامیان بیاهم دافغانستان په چاروکی دمداخلو څخه لاس نه دی اخستی او په ښکاره وایی چه مونږ اوس هم دطالبانو دمشر ملا محمد عمر او دحزب اسلامی مشر حکمت یار سره په رابطه کی یو .

د پاكستان د دغه پوځي اعتراف زموږ د ګرانو هیوادوالو د څو كلنو غميزو ټول مخفی او د پردې تر شا اړخونه روښانوي او د افغان چارواكيو هغه تورونه، ګيلې او شكايتونه ريښتيا ثابتوي چې تيرو كلونو كې يې په افغانستان كې د جګړو او بد امينو په برخه كې د پاكستان د لاس درلودو په اړه كړې دي. جهانی ټولنه که په رښتیا غواړی چه په افغانستان کی امن اوامنیت راشی با ید په افغانستان کی به هغو افغانانو باندی باور او اعتماد وکړی چه څه دباسه ۳۰ کاله وړندی یی دپاکستان ددومخی سایست څخه پرده پورته کړی ده او۳۰ کاله مخکی يی دټولو هغو

بنسټ پالو، جنایت کارانو،دمخدره توګو قاچقچانوپه مقابل کی په میړانه مبارزه کړی ده کوم چه نن ورڅ جهانی ټولنه له هغوی سره لاس او ګریوان ده اوهره ورڅ يي نظامیان په وینو کی لامبیږی اودجنازو قطارونه یی به لندن او امریکاکی بدرګه کیږی،په دغه ټولو وژنوکی که افغانان مری اویا خارجی نظامیان دپاکستان دکرنیلانو لاس پټ پروت ده اوپه افغانستان کی دننه دپاکستان اجنتان باید وپیزندل شی اوټول دولتی دوایر په خاص ډول ملی اردواوپولس دهغوی له موجودیت څخه تصفیه اوپاک شی. ترکومه وخت چه دغه کار ونه شی په افغانستان کی دپاکستانی اجنتا نو په موحودیت کی به امنیت هیڅ وخت را نه شی .

دښاغلی کرزی صاحب د خارجی سیاست یوه عمده لا سته راوړنه په دغه اتوکالو کی داده چه دډیرو مشکلاتو با وجود يي وکولای شول بالاخره جهانی ټولنه دی ټکی ته متوجه کړی چه ترورستی او بنسټ پالی ډلی په افغا نستان کی نه بلکه په پاکستان کی دې با ید نظامی عملیات دهغوی په مرکزونو باندی دپاکستان په خاوره کی اجرا شی تر څوچه دهغوی څالی په پاکستان کی ختمی نه شی په افغانستان کی امنیت نشی راتلای ..

نړۍ نسبت پخوا ته اوس پردې معاملو ښه خبره ده، د امريكايي پوځي چارواكو څو ورځې وړاندې دغه خبرې چه ویلی دی چې پاكستان نور بايد د كوټې د شورا په باب چوپ پاتې نشي، دوى ته د طالبانو ټول مشران او د هغوى د اوسيدو ځايونه معلوم دي!

خو اوس چې پخپله د پاكستان د پوځ وياند پردې اعتراف كوي چې له ملا عمر او نورو طالب قوماندانانو سره اړيكې لري او دوى منځګړيتوب ته چتو دي دا يوه نوې خبره ده، يو نوى حالت دى چې بايد ځانګړى حساب پرې وشي. دا چې د پاكستان ولسمشر پردې اعتراف كوي چې تر اوسه پورې موږ داسې څوك پخپله روزل چې نن يې پر خلاف جنګيږو بيله خبره ده، د پاكستان له برخليك سره تړاو لري،.

د پاكستان ولسمشر په يوه نوي اعتراف كې دا په ډاګه كړې ده، چې په دغه هېواد كې پر جګړه بوختې ترهګرې ډلې دوى پخپله جوړې كړې او روزلې دي.

د پاكستان ولسمشر اصف علي زرداري دغه څرګندونې په اسلام اباد كې د دغه هېواد د حكومت او څارګرو ادارو د جګپوړو چارواكو په يوه غونډه كې كړې دي.

د برېټانيا چاپ ډيلي ټلګراف ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه كې د زرداري له خولې ليكلي، چې پاكستان اوسنۍ جګړه مارې ډلې د خپل بهرني سياست د يو لړ موخو د پليتابه په موخه جوړې كړې او روزلې وې. د زرداري په وينا، د جګړه مارو ډلو جوړاوى د لنډمهالو تاكتيكي موخو ترلاسه كول و. هغه دغه راز وايي، نن، چې د پاكستان د حكومت پر وړاندې كومې ډلې او جنګيالي پر جګړه بوخت دي، پرون د حكومت ستراتيژيك وسايل وو.

د پاكستان ولسمشر اصف علي په داسې حال كې پر دې ترخه واقعيت اعتراف كوي، چې د دوى څارګرې ادارې لا اوس هم پر دغه چټل سياست بوختې دي

دلچسپه خبره داده چې اوس د پاكستان د پوځ وياند، د طالبانو له مشرانو سره د اړيكو اعتراف كړى دى او دغه اعتراف هم تریوحده مهم دى چې هغوى د طالبانو،ګلبدین او امريكا ترمنځ د منځګړيتوب ټټر وهي، كه نړيواله ټولنه رښتیا په واقعی توګه غواړی چه دبنسټ پالی او دهشت ګردی په ضد مبارزه وکړی اویا له پاكستان سره د تيرو حسابونو پاكولو خبره نه وي بايد اوس د همدې نويو پرمختياوو په رڼا كې پر مخ ولاړشی او نور د افغان ولس پر سرد دواړو لوروله طرفه ودغه کرغیړن تجارت ته دپای ټکې کیږدی نور نه دافغانانو وخت ضایع کړی اونه هم دخپلو نظامیانو دتلفاتو شمیر زیات کړی . پاې


July 15th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی